د اروپايي کمېسيون مشره نن باکو ته سفر کوي
اروپايي کمېسیون په یوه ټویټ کې ویلي، په داسې حال کې چې روسیې د خپلې انرژۍ تامینول تسلیحاتي کړي، د اروپايي ټولنې لپاره د انرژۍ د وارداتو متنوع کول یو لومړیتوب دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اروپايي کمېسیون د یوه سند په مسوده کې وړاندیز شوی، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې د طبیعي ګازو د وارداتو زیاتولو او د تنوع د اسانۍ په هدف د یوه پایپلاین د پراختیا لپاره له اذربایجان سره یو تړون وکړي.
اروپايي ټولنې له مخکې د روسیې د تېلو پر واردولو په تدریجي ډول پر بندیز موافقه کړې ده، خو ګڼو اروپايي هېوادونو د روان کال په وروستیو کې د هوا د سړېدو پر مهال د تېلو د کموالي په باب اندېښنه ښوولې ده.