روسيه: د يو هيليکوپټر د سقوط پېښه کې درې کسان مړه شوي
چارواکو ویلي دي چې د دې هیلیکوپټر سوځېدلې ټوټې یې پرون د اوسون په اور غورځوونکې ساحه کې موندلې دي.
سيمهيیزو رسنیو راپور ورکړی چې دا هیلیکوپټر د یو ډول ژمنیو لوبو د نړیوال اتل ایګور مالینوفسکي د پلار د خصوصي شرکت اړونده وه.
د نوموړي کورنۍ تایید کړې ده چې ایګور مالینوفسکي د پېښې د مړو په ډله کې دی.
چارواکو د شنبې په ورځ د بدې هوا له کبله د دې هیلیکوپټر د تري تم کېدو خبر ورکړی و.