د خوړو نړيوال پروګرام: سږ کال مو له نږې لس ميليونه افغانانو سره مرستې کړي
دې ادارې پرون (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپل ټویټر لیکلي، بې سرپرسته ښځې د افغاني ټولنې تر ټولو زیانګالې برخه ده چې ژوند یې د تاوتریخوالي، اقتصادي کړکېچ او وچکالۍ له کبله له کړاو سره مخامخ دی.
د WFP د ارقامو له مخې نژدې ۲۳ میلیون افغانان غذايي خوندیتوب نهلري او د دوی له ډلې نژدې ۹ میلیون کسان د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.