ګوټیریش: نړۍ کې د قحطۍ مخنیوي لپاره پياوړې او همغږې هڅې ته اړتیا ده
ملګري ملتونه وایي، نړۍ کې د قحطۍ مخنیوي ته په نړیواله کچه پياوړې او همغږې هڅې په کار دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش ویلي: "سږ کال مونږ له بېلابېلو قحطیو سره مخامخ یو او که یې غم ونه خوړل شي، راتلونکی کال وضعیت بدتره کېدای شي."
ګوټیریش پر خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیویي پیغام کې ټینګار کړی، چې ژر تر ژره باید د اوکراین او روسیې غله او نور توکي د نړۍ بازارونو ته ولاړ شي او نړیواله سوداګري پرانیستې وساتل شي.
پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د سمندري سوداګرۍ لارې تړل شوي، چې ورسره په سیمه او نړۍ کې د خوراکي موادو او نفتو بیې لوړې شوي دي.