مسؤلين: کاناډا ته د افغان کډوالو د انتقال برخه کې د ستونزو د هوارۍ هڅه کېږي
شان فریزر په یوه ویډیويي پيغام کې چې په خپل ټوېټر یې خپور کړی په دې اړه وویل: "خوندي عبور لا هم لومړی شمېر چلنج/ننګونه ده څو خلک کاناډا کې مېشت کړو. خو له دې ننګونو سره سره زه په خپلو کارونو ویاړم. تر دې دمه ۱۷ زره کسان کاناډا ته په خوندي توګه راوستل شوي او نوی ژوند یې پیل کړی."
د شان فریزر په خبره پاکستان ته د هغو افغانانو تګ چې کاناډا یې راباسي یوه لویه ننګونه ده او د دوی کار یې له خنډ سره مخ کړی.
کاناډا دغه هېواد ته د ټول ټال ۴۰ زرو افغان کډوالو د وړلو ژمنه ورکړې.