کرېکټ: نن پامير زلمي له سپين غر پړانګانو او مس عينک له کابل بازانو سره لوبه کوي
لومړۍ لوبه د سهار په ۹ بجو د پامیر زلمي او سپین غر پړانګان لوبډلو ترمنځ او بله هغه ماسپښین مهال د مس عینک او کابل بازانو ترمنځ کېږي.
کرېکټ بورد پر خپله ویبپاڼه لیکلي، نننۍ سیالۍ د روان لیګ نهمه او لسمه لوبه ده.
دې کورني لیګ کې ټولټال اته لوبډلې شاملې دي.
دا لوبې د اګست تر ۵مې نېټې دوام کوي او ټولټال ۳۲ لوبې پهکې کېږي.