د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې
ګلوب انډ مېل ورځپاڼه:
ګلوب انډ مېل کاناډایۍ ورځپاڼې په یوه مطلب کې د کاناډا پر حکومت هغو انتقادونو ته کتنه کړې چې دغه هېواد ته د افغانانو د مهاجرت پروګرام د څرنګوالي په اړه دي.
دا هغه افغانان دي، چې په افغانستان کې یې د کاناډا له دولت یا هم غیردولتي موسسو سره کار کړی دی.
د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، په کاناډا کې فډرال محافظه کارو له لیبرال حکومت غوښتنه کړې، د هغو افغانانو شمېر زیات کړي چې کولی شي د کډوالۍ د یوه ځانګړي پروګرام له لارې کاناډا ته لاړ شي.
ورځپاڼې د کاناډا په پارلمان کې د محافظه کار ګوند د غړي، جا سراج سنګ خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، هغو افغانان چې نږدې کال مخکې يې د کډوالۍ ځانګړي پروګرام ته غوښتنلیکونه سپارلي وو، لا هم کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د ده په وینا، د دې پروګرام په عملي کېدو کې د کاناډا د حکومت ناغېړي، پلمه نهشي کېدای چې کاناډا دې دغو افغانانو ته شا واړوي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر، شان فریزر په هغه ویډیويي پیغام کې چې پرون جمعه یې پر خپل ټویټر خپور کړ ویلي، کاناډا ته د افغانانو په لېږدولو کې زیاتې ستونزې شته خو د ده په وینا دوی بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
تر دې مخکې د کاناډا د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، چې د افغانانو د کډوالۍ د تازه غوښتنلیکونو د منلو موده پای ته رسېدلې ده.
د وزارت په حواله، دغه وزارت اوس پر هغو غوښتنلیکونو غور کوي، چې تر اوسه یې ترلاسه کړي دي.
پر افغانستان د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته کاناډا اعلان وکړ، چې ۴۰زره افغانان د پناه غوښتونکو په توګه مني.
ټورنټو سټار (Toronto Star):
ټورنټو سټار ورځپاڼې بیا افغانانو ته د کاناډا د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام د دوام پر غوښتنې لیکنه خپره کړې ده.
د لیکنې په یوه برخه کې لولو، د هغو افغانانو چې له ځورونې سره مخامخ دي، ملاتړو له اوتاوا غوښتنه کړې دغه پروګرام د هغو افغان وګړو لپاره بېرته پیل کړي، چې په افغانستان کې یې خپل ژوند په خطر کې اچولی و، خو د کاناډا له ماموریت سره یې مرسته کړې وه.
ټورنټو سټار لیکي چې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې د څه باندې ۱۶زره افغانانو له ډلې چې کاناډا ته تللي، تر نیمايي زیاتو یې د کاناډا د بشري پروګرام پر اساس دغه هېواد کې پناه اخیستې ده.