سېلابونه؛ د پکتیا له زرمته ګردېز ته لسګونه کورنۍ کډه شوي
په دې ولسوالۍ کې تېره شپه او پرون ورځ له سختو بارانونو وروسته د خلکو پر کورونو او مځکو سېلونه ورمات شوې دي، چې په لسګونه کورونه یې نړولي دي او زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې یې لاندې کړې دي.
د طبیعي پېښو پرضد د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې اړو خلکو ته د مرستو په رسولو کې دوی ته اوږه ورکړي.
هغه ویلي، چې دوی د دې توان نه لري چې ټولو سېلاب ځپلو سره پر وخت مرستې وکړي.