د شپږیزې کرګټ لیګ؛ نن بوسټ لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه
د شپږیزې کرکټ لیګ په نننیو سیالیو کې بوسټ لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه او د سپین غر او هندوکش لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده.
د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې بوست لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۲۸ منډې وکړې٬ خو په ځواب کې یې د بند امیر لوبډله په ۱۱۱ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۱۷ منډو په توپیر بوسټ لوبډلې ته وبایلله.
په دوهمه لوبه کې چې د سپین غر او هندوکش ترمنځ روانه ده، سپین غر د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه او په شل اورونو کې یې ۱۹۷ منډې جوړې کړې٬ چې اوس هندوکش لوبډله د دې هدف د پوره کولو په نیت توپ وهنه کوي.
د یادونې ده٬ چې تر دې دمه د شپږیزې لیګ ۱۸ لوبې شوې چې بوسټ د ۵ لوبو په ګټلو سره د لیګ د جدول مخکښه لوبډله ده.