مولانا فضل الرحمان: د اعلا عدالت وروستۍ پرېکړې سیاسي بحران زېږولی
د جولای پر ۲۶مه د سپریم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اسمبلۍ د مرستیال سپیکر امر لغوه کړ او د مسلم لیګ (ن) حمزه شهباز پر ځای یې د مسلم لیګ (ق) او پاکستان تحریک انصاف نوماند پروېز الهي د صوبې اعلا وزیر اعلان کړ.