د ايران اټومي تړون بيا ژوندي کېدو خبرو کې پرمختګ شوی
![د ايران اټومي تړون بيا ژوندي کېدو خبرو کې پرمختګ شوی](https://gdb.rferl.org/8709ca31-5354-4a5f-b2c5-f5865bab892b_w800_h450.jpg)
د ایران د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون د بیا ژوندي کېدو ستر مرکچیان وایي، یوې هوکړې ته د رسېدو هیلې شته.
د اروپایي ټولنې لوړپوړي مرکچي اینریک مورا (Enrique Mora) وایي، هیلې شته چې د اوونۍ ترپایه پورې خبرو کې پرمختګ وشي.
د روسيې مرکچي بیا ویلي، یوازې درې/څلور مسلې نا حله پاتې دي.
په دې اړه مخامخ خبرې له څه ځنډ وروسته د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې د ایران، روسیې او اروپایي ټولنې د مرکچیانو ترمنځ پيل شوې.
امریکا په غیر مستقیم ډول دغه بحثونه څاري.