۳۰۰ افغانان له پاکستان اسپانيا ته ولېږدول شول
د هغو افغانانو الوتکه چې افغانستان کې یې له اسپانوي ځواکونو سره کار کړی و، پرون له اسلام اباده د مادرېد خواته روانه شوه.
فرانس پریس اژانس ویلي، دغې الوتکه کې درې سوه کسان سپاره و چې د اسپانیا د ماموریت کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې پهکې شامل دي.
دا خبر د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ورکړی دی.
دغو افغانانو په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د اسپانیا له ځواکونو او یا سفارت سره کار کړی چې اوس یې د فرانس پریس په وینا ژوند له خطر سره مخامخ و.
د يادونې ده چې په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه هغه افغانان لا هم بهر ته د تللو انتظار کوي چې له بهرنيانو سره کار کړی دی.