د افغانستان فوټبال تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله نن له ازبکستان سره سيالۍ کوي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا لوبه به د کابل په وخت د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیل شي.
په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا د فوټبال تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو په روانو سیالیو کې افغانستان تر اوسه ۳ مسابقې کړي او ټولې یې بایللي دي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون که څه هم ويلي وو چې د تر ۱۹ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله يادو سياليو ته پوره چمتووالی لري خو بيا يې هم ټولې لوبې پرلهپسې وبايللې.