د جنوبي افريقا شل اوريزه ليګ لپاره 'ايم آی کيپ ټاون' لوبډلې راشد خان سره قرارداد لاسليک کړ
د اي ایس پي این کریک انفو وېبپاڼې د راپور له مخې، له راشد خان او ۴ نورو لوبغاړو سره یې مخکې تر دې قراردادونه لاسلیک کړل چې د لوبغاړو په اړه بولۍ پیل شي.
د جنوبي افریقا د غوره لیګ د مقرراتو له مخې، هره لوبډله د لوبغاړو په اړه د بولیو تر پیلېدو وړاندې له درو بهرنیو او دوو کورنیو لوبغاړو سره قرارداد کولی شي.
ایم آی کیپ ټاون لومړنی ټیم دی چې د خپلو پنځو لوبغاړو نومونه اعلانوي.
د جنوبي افریقا د کرېکټ غوره لیګ د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې پیلېږي.