ملګري ملتونه: افغانان بېړنيو مرستيو ته اړتيا لري
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، په تېر یو کال کې د ملګروملتو موسسو او شریکو غیرحکومتي موسسو په پراخه پیمانه بشري مرستې کړي او د جون تر پای پورې یې شاوخوا ۲۳ میلیون اړو کسانو ته مرسته رسولې ده.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې يو شمېر نړيوالو مؤسسو ویلي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره غبرګ په افغانستان کې وچکالي او نور بحرانونه راغلل چې که نوره بشري مرسته ونه شي، راتلونکی کال به په دغه هېواد کې لوږه او بېوزلي اوج ته ورسېږي.