داعش ډلې د شيخ رحيم الله حقاني د وژنې مسؤليت ومانه
حقاني پرون د کابل په شش درک سيمه کې په یوه مدرسه کې په انتحاري برید کې ووژل شو.
د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې انتحاري برید کې د رحیم الله حقاني ترڅنګ د نوموړي ورور او درې طالب زده کوونکي وژل شوي دي.
څلور طالب چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې انتحاري حمله کوونکی په پښه ګوډ و او چاودېدونکي مواد یې په مصنوعي پلاستیکي پښه کې ځای پر ځای کړي وو.
رحیم الله حقاني، چې د سلفي او پنج پیریانو له عقایدو سره د ژور اختلاف په لرلو مشهور و، دوه ځلې پخوا له حملو روغ وتلی و.
په ۲۰۲۰ کال د پېښور په یوه مدرسه کې د بريد پر مهال، چې د ده د وژلو په هدف وشو، لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول.