د مخاطبانو دسترخوان؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د لوږې او بېوزله نښه
پر افغانستان د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر ۲۴مه د طالبانو بیا واکمني دغه هېواد کې د اقتصادي ځوړ لامل شوه، هغه اقتصاد چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و.
دا وضعیت د خوراکي توکو د بیو او د بېکارۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې ملیونونه کسان لوږې سره لاس او ګرېوان دي.