د اوکراين په غلهجاتو بار يوه کښتۍ ايتوپيا ته روانه شوه
دا له هغو هېوادونو سره چې له سختې قحطۍ سره مخامخ دي د مرستې لپاره د خپل ډول له مخې د غله جاتو لومړۍ بسته ده.
د اودیسه والي ماکسیم مارچنکو ویلي، دغه کښتۍ چې د لایبریا بیرغ ورباندې رپيږي د ادیسه د ختیځ له یوژنه بندر څخه پرون روانه شوه.
دغه غله جات به جیبوتي ته ولېږدول شي، چې هلته به تخلیه او د خوړو نړیوال پروګرام تر څارنې لاندې به ګاونډي هېواد ایټوپیا ته ولېږدول شي.
وروسته له هغې چې له اوکراین څخه د غله جاتو پر صادراتو د جګړې له کبله محدودیتونه ولګېدل، د نړۍ په زیاتو برخو کې د غله جاتو د قحطۍ په اړه اندېښنې ولاړې شوې.