په خوست کې د ازادۍ راډیو پخوانی خبریال امیر بهیر د ناڅاپي ناروغی له کبله ومړ
امیر بهیر شاوخوا ۶۳ کاله عمر درلود او ۱۲ کاله یې له ازادي راډیو سره کار وکړ.
نوموړي اوس مهال د خوست د لوړو زده کړو په یو شمیر موسسو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد وو.
امیر بهیر د څو کلونو لپاره په خوست کې د خبریالانو د یوې خپلواکې ټولنې مشر وو او د رسنیزو بنسټونو او خبریالانو د حقوقو په دفاع کې يې مهمه ونډه درلوده.
د امیر بهیر مړی نن د دوشنبې په ورځ په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د ځايي خلکو سربېره د دې سیمې یو شمېر روڼ اندو، د رسنیو استازو او د مدني ټولنو فعالانو برخه اخیستې وه.