ملګري ملتونه: د افغان نجونو او ښځو له وړتيا ګټه نهده اخيستل شوې
دغې اداري نن په یوه ټویټ کې ویلي، تر هغو به افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته ونه رسیږي ترڅو د دې هېواد په ورځني ژوند کې د ښځو پر مساوي ګډون بندیز لیرې شوی نه وي.
له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر ښځو او نجونو د زده کړې او کار په برخو کې محدویتونه لګول شوي دي.
ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له زده کړو محرومې شوي دي.