رينا اميري: افغانان پراخ بنسټه حکومت غواړي
رینا امیري نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانان داسې پراخ بنسټه حکومت غواړي چې د ټولو خلکو حقونو ته درناوی ولري.
میرمن امیري وایي، اوسمهال ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له عامه نظره څنډې ته شوي او "د تاوتریخوالي تر سیوري" لاندې ژوند کوي.
امیري د افغانستان راتلونکې لار اوږده او له ننګونو ډکه بللې، خو زیاته کړې ده چې امریکا د افغانانو ترڅنګ دریږي.