روسیه کې تازه په کرونا ویروس ۳۳ زره کسان اخته شوي
دا په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
په روسیه کې په وروستیو اوو اونیو کې پر کوویډ۱۹ ناروغۍ د زیاتو کسانو اخته کېدو ته په پام چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې ماسک واغوندي او د واکسین یو بل ډوز واخلي.
پرون په روسیه کې په روغتونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر له ۳۱۰۰ تنو اوښتی وو.