نن د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوکراین او ترکیې ولسمشرانو سره ګوري
ګوټيرش به چې پرون دې ښار ته رسېدلی، د روسیې له خوا د اوکراین د محاصره شوې اټومي تاسیساتو د امنیتي وضعیت او پر اوکراین د روسیې د نږدې شپږ میاشتني یرغل د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي به د اوکراین د تور سمندرګي له هغه بندر څخه هم کتنه ترسره کړي چې په دې وروستیو کې ورڅخه بیا د اوکراین د غلو دانو صادرات پیل شوي دي.
نوموړی به په دې سفر کې په استانبول کې د همغږۍ له ګډ مرکز څخه چې د اوکراین د غلو د صادراتو کښتۍ تنظیموي، هم لیدنه وکړي.