په ژوندۍ بڼه د عمران خان د تقریرونو پر خپرولو بندیز لګېدلی
عمران خان وويل، "د اسلام اباد پوليسو" له خوا د هغه د سیاسي سلاکار شهباز ګېل "نيول او پرې تشدد غندي." عمران خان زیاته کړه چې عدالتونه او پولیس دې خبر وي چې حساب به ورکوي. "د اسلام اباد ای جي (د پولیسو مشر) دې خبر وي چې تاسي به موږه نه پرېږدو. پر تاسې به مقدمه کوو. او مجسټرېټې صاحبې ته هم تياره اوسه!"