د طالبانو حکومت: نږدې يوه مياشت کې د سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان مړه شوي
د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني نن رسنیو ته استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، تر ټولو زیاته مرګژوبله په لوګر، نورستان، ننګرهار، پروان، غزني میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې خلکو ته اوښتې ده.
د حقاني په خبره، ټولو سېلاب ځپلو سیمو ته مرستې رسېدلي، خو هغه ډول چې اړینه ده، کافي نهدي.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو روانه اوونۍ بیا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتو په اړه له وړاندې خبرداری ورکړی دی.