د سېلابونو له امله کندهار کې شپږ کسان مړه شوي
د کندهار د معروف ولسوالۍ د طالبانو امنیه قومندان ملا طاهر ادریس وایي، د سېلابونو له امله دغه ځاني او مالي تلفات د معروف ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوي.
د نوموړي په وینا سېلابونو د ملکي خلکو لسګونه کورونه او د معروف ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او محبس ودانۍ هم تخریب کړي.
د يادونې ده چې له تېرو څو اوونيو راهيسې پرلهپسې سېلابونو د افغانستان په ډېری ولايتونو کې لسګونه کسان مړه کړل او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړل.
تر ټولو ډېر سېلابونه د لوګر ولايت خوښۍ ولسوالۍ کې راغلي چې ځايي خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي.