د افغانستان برښنا شرکت: کابل کې د صنعتي پارک برښنا زیاته شوې
برښنا شرکت په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه پرېکړه د دې شرکت د مشرتابه پلاوي د صنعي پارکونو له استازیو سره په کتنه کې کړې ده.
د راپورونو له مخې د کابل صنعتي پارک په تېر جمهوري نظام کې په ۲۴ ساعتونو کې شل ساعته برښنا درلوده، خو له سیاسي بدلون وروسته هغه د ورځې لس ساعتونو ته را کمه شوې وه.
د یادونې ده چې د افغانستان په اکثرو سیمو کې صنعتي پارکونه د برښنا له کمښت سره مخامخ دي.