تحریک طالبان پاکستان څنګه بېرته په خېبر پښتونخوا کې فعاله شوی؟
د تحریک طالبان پاکستان پوځي فعالیتونه په خېبر پښتونخوا کې د دې سربېره زیات شوي چې له دې ډلې سره اسلاماباد د سولې خبرې پيل کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یو له هغو سیاستوالو څخه دی چې د پاکستان پر پوځ شک کوي او وایي چې پوځ قصداً د پښتنو په سیمو کې جګړو ته لمن وهي.