نورستان: د سېلابونو له امله په چپه شوي موټر کې دوه تنه مړه شوي
د نورستان په منډول ولسوالۍ کې سېلونو نن د سپرلیو موټر چپه کړی چې دوه تنه پهکې مړه شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.
په دې ولسوالۍ کې د چارواکو په وینا سېلونو پرون هم د یوه تن ژوند اخیستی و.
خو سیمهییزو سرچينو ازادي راډیو ته د اتو تنو د مړینې خبر ورکړی دی چې د څلورو جسدونه تر اوسه نه دي موندل شوي.
له تېرو دوو ورځو راهیسې د منډول په ګډون د نوروستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم سېلونو مالي تلفات اړولي دي.