روسیې او اوکراین یو بل د زاپروژیا اټومي مرکز شاوخوا په حملو تورن کړل
روسیې او اوکراین نن یو بل د زاپروژیا د اټومي مرکز شاوخوا د توغندیو پر ویشتلو تورن کړل.
دا تورونه یوه ورځ وروسته تر دې لګول شوې دي چې روسیې د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د نه پراختیا د مسودې د تصویب مخه د زاپروژیا د مسئلې په خاطر ونیوله.
د اوکراین دولتي اټومي کمپنۍ په ټیلېګرام کې لیکلي دي چې د روسیي ځواکونو د ډزو له امله د زاپروژیا مرکز بنسټونو ته زیان اوښتی دی او دا وېره شته چې راډیو اکټیف مواد خپاره شي او اور ولګېږي.
مسکو چې نن یې کییف له زاپروژیا اټومي مرکز سره په ډزو تورن کړ او پرون ناوخته یې استدلال کاوه چې د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د نه پراختیا د مسودې ځینې برخې په ښکاره ډول سیاسي بڼه لري.
په دې مسوده کې پر دې هم نیوکه شوې ده چې روسیې د اوکراین د زاپروژیا اټومي مرکز نیولی دی.
دا د اروپا تر ټولو ستر اټومي مرکز دی. وروسته تر دې چې د فبروري په وروستیو کې روسیې پر اوکراین برید وکړ دوې اونۍ وروسته یې د زاپروژیا اټومي مرکز لاندې کړ.
په دې برخه کې نړیوال دا اندېښنه لري چې اټومي ناورین رامنځته نه شي، ځکه چې د دې مرکز برښنا وړمه ورځ قطع شوې وه او هلته شاوخوا بیا بیا د بمباریو او ډزو راپورونه خپاره شوې دي.
د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون یو سل او یو نوي هېواد لاسلیک کړی دی.
دا تړون پنځوس کاله پخوانی دی او په هرو پنځو کلونو کې یو ځل بیا کتنه ورته کېږي.
اوسنۍ کتنه چې باید په دوه زره شلم کال کې شوې وای د کورونا وبا له امله وځنډېده.
په نوې مسوده کې څلور ځایه د زاپروژیا نوم اخیستل شوی دی او هلته اټومي مرکز ته نږدې پوځي فعالیتونو ته اندېښنه ښکاره شوې ده.
د روسیې د پلاوي مرستیال مشر اندري بیلوسوف وویل چې دا کنفرانس له سیاسي پلوه یرغمل شوی دی او په کې داسې موضوعات راپورته کېږي چې د اټومي وسلو د نه پراختیا له تړون سره مستقیم ارتباط نه لري.
ده زیاته کړه چې اوکراین او ملاتړي یې د دې تړون د ناکامۍ سبب شوې دي.
د دې تړون په مسوده کې بیا له روسیې غوښتل شوي و چې د اوکراین له زاپروژيا اټومي مرکز څخه خپل ځواکونه وباسي.