مدني فعال عظیم عظیمي د طالبانو له بنده ازاد شوی
ښاغلي عظيم عظیمي ازادي راډیو ته په یو پیغام کې یوازې دومره لیکلي چې، دی له بنده ازاد شوی خو نور جزيات يې ور نه کړل.
د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همزار هم ازادي راډیو ته لیکلي چې نوموړی یې وخته ازاد کړی خو نېټه یې مشخصه نهکړه.
افغان مدني فعال عظیم عظیمي د جنورۍ په ۱۸مه نېټه وروسته له هغې طالبانو ونیوه چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د تګ په غبرګون کې يې لاریون پلان کړی و.
هغه سفر بیا پر ټاکلې نېټه ترسره نهشو.
ښاغلي عظیمي چې له کلونو راهیسې يې په افغانستان کې بېلابېل مدني فعالیتونه کول په دې وروستیو کې به يې کله نا کله د طالبانو حکومت کړنې نقدولې.
د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست چارواکي وایي، هغه یې د هېواد د امنیت د ګډوډولو په تور نیولی، خو ښاغلي عظیمي دطالبانو د دغې ادعا په اړه تر دې دمه څه نهدي ویلي.
د ښاغلي عظیمي د نیول کېدو له امله په کور دننه او بهر او ان د بشري حقونو نړیوال سازمان غبرګونونه يې پارولي و.