روسيې له چين سره په ګډه پوځي تمرينات پيل کړي
دا تمرینات په داسې وخت کې چې پر اوکراین د تيري له کبله د روسیې اړیکې له لویدیځ سره ترینګلي دي، د بیجینګ او مسکو ترمنځ د دفاعي اړیکو زیاتېدونکی نژدېوالی ښيي.
د واسټوک ۲۰۲۲په نوم دا پوځي مانورې د روسیې د لرې ختیځ او جاپان د سمندر په بېلابېلو ځایونو کې ترسره کېږي.
د روسیې د دفاع وزارت د یو بیان له مخې په دې پوځي تمریناتو کې تر پنځوس زرو زیات سرتېري، پنځه زره تسلیحاتي کنډکونه چې پهکې ۱۴۰ الوتکې او ۶۰ جنګي بېړۍ هم شاملې دي برخه لري.
دا تمرینات د سیپټمبر په اوومه نېټه پای ته رسیږي.
په دې تمریناتو کې همدارنګه د هندوستان، منګولیا، نیکاراګوا، سوریې او د پخواني شوروي اتحاد د څو هېوادونو سرتېري هم برخه لري.
هندوستان پر اوکراین د روسیې د پوځي تیري په اړه په بې طرفۍ ټینګار کوي او وایې چې دوی له لویدیځ او مسکو دواړو سره ښې اړیکې ساتي.
چین هم په اوکراین کې د روسیې د جګړې غندل رد کړي دي او د امریکا متحده ایالتونه او ناټو یې ملامت کړي چې روسیه یې پارولې ده.
چین همدارنګه پر روسیې د لویدیځ بندیزونه هم غندلي دي.
روسیې یې په بدل کې په ترینګلتیا کې د چین سخته ننګه کړې چې تایوان ته د امریکا د استازو د جرګې د مشرې نانسي پلوسي له وروستي سفر وروسته د چین او امریکا ترمنځ راپورته شوې ده.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په وروستیو کې د اوکراین سره د امریکا ملاتړ او تایوان ته د پلوسي سفر یو بل سره تړلي وبلل، او تور یې پورې کړ چې دا دواړه د نړیوالې بې ثباتۍ لپاره د امریکا هڅې دي.
خو د امریکا متحده ایالتونه بیا روسیه او چین دواړه د خپلو ګاونډیو په ګواښلو او د هغوی ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته په نه درناوي تورنوي، په ځانګړې توګه روسیه چې پر اوکراین څرګند پوځي تېری کړی دی او دا مهال یې پوځیان په اوکراین کې دننه له اوکراینیانو سره په جګړه بوخت دي.