قرة العین وزیر: له خپلو خلکو سره ډېره مینه لرم
![قرة العین وزیر: له خپلو خلکو سره ډېره مینه لرم](https://gdb.rferl.org/06870000-0aff-0242-77ea-08da8ce56482_tv_w800_h450.jpg)
د نوښار مرستیاله کمېشنره قرة العین وايي، په یاده ضلع کې د سېلابونو له وجې خلکو ته د اوښتو زیانونو جاج اخلي او اړمنو خلکو ته به مرسته رسوي. نوموړې وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې وځلېده چې د سېلابونو نه مخکې په نوښار کې کور په کور وګرځېده او خلکو ته یې وویل چې د سېلابونو له راتلو وړاندې دې خپل کورونه پرېږدي. له نوموړې سره د مشال راډیو خبریالانو عظمت علي شاه او غلام غوث مرکه کړې ده.