کابل کې یوناما او معترضو مېرمنو د 'الهې' د قضیې څېړنه وغوښته
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما او یو شمېر معترضو مېرمنو د طالبانو حکومت د یو پخواني چارواکي له خوا د الهې په نوم یوې نجلۍ سره د جبري واده او له هغې نه د ناوړې ګټنې په تړاو اندېښنه څرګنده او د دې قضیې د څېړلو غوښتنه یې وکړه. په کابل کې یو شمېر مېرمنو په سرپټي ځای کې د الهې لپاره د عدالت غږ پورته کړ. دوی وايي، که طالبان د حاکم نظام مسوولان باید د الهې نومې نجلۍ په برخه کې عدالت ټینګ کړي. د افغانستان د پیاوړو مېرمنو خوځښت مسوولې مونسې مبارز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې... Читать дальше...