د ترکيې ولسمشر يونان ته د پوځي بريد خبرداری ورکړی
ترکیه او یونان له ډېرو کلونو راهیسې په اوبو کې د ځینو ټاپوګانو او په سیمه کې د هوايي حریم پر سر اختلاف لري.
دا ډول اختلافات سبب شوي چې په تېرو پنځو لسیزو کې دوه هېوادونه پراخې جګړې ته نږدې شی.
په دې وروستيو کې د ترکیې او یونان کړکېچنې اړیکې یو وار بیا ترینګلې شوي.