د افغانستان په شمال ختيځ کې د زلزلو له امله ۶ تنه مړه شوي او ۹ ژوبل دي
طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وویل، دغې خونړۍ زلزلې د کونړ ولایت ته ټکان ورکړی دی.
د امریکا د جیولوژۍ د مطالعاتو مرکز د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۳ ثبت کړی دی.
بله زلزله په بدخشان کې شوې چې شدت یې ۴،۸ ثبت شوی.
ښاغلي حقاني ویلي، د بدخشان د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نهدی ورکړل شوی.
دوه ورځې مخکې هم په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې زلزله شوې وه چې د چارواکو په خبره د تلفاتو شمېر یې اتلسو کسانو ته رسېدلی دی.