د بشري مرستو دوام؛ د ۴۰ میلیونه ډالرو بله بسته کابل ته رسېدلې
دا پیسې هم د مخکینیو په شان یوه خصوصي بانک ته سپارل شوي دي.
خو د افغانستان بانک، چې د طالبانو د حکومت په کنټرول کې دی، د دې مرستې د هرکلي ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په بانکي برخه کې همکاري او تعامل زیات کړي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نړیوالې ټولنې له لوري افغانستان ته تراوسه پورې څه باندې یو میلیارد او ۱۵۳ میلیون ډالره مرسته شوې ده.