اوکرایني پوځیانو د اشغالي سیمو د بیا نیولو عملیاتو کې د پرمختګ خبر ورکړ
اوکرایني پوځیان د اشغالي سیمو د بیا نیولو په عملیاتو کې مخته روان دي.
اوکرایني عسکر په شمال ختیځه سیمه خارکییف کې مخته روان دي او د راپورونو په اساس ځانونه یې د روسیې پولو ته نږدې کړې دي.
په سیمه کې یوه روسي چارواکي ویتالي ګانچیف منلې چې اوکرایني عسکرو د شمال ختیځې خارکیف ساحې شمالي برخې چې پخوا د روسانو تر کنټرول لاندې وې بېرته نیولي.
هغه ویلي شاوخوا پنځه زره ملکیان له سیمې نه روسیې ته انتقال شوي دي.
د ګانچیف په خبره د اوکرایني عسکرو شمېر نسبت روسي پوځیانو ته اته چنده زیات دی او وضعیت ساعت په ساعت کړکېچنېږي.
د روسيې مرکزي چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د خپلو عسکرو پرمختګ ستایلی دی.