په پاکستان کې له سېلابونو د وژل شويو شمېر ۱،۵۴۵ ته رسېدلی
د سېلابونو له وجې د اوښتو زیانونو په اړه د لومړنۍ تخمیني له مخې د سيند ۲۳، د بلوچستان ۳۱، د خیبر پښتونخوا ۱۷ او د پنجاب ۲ ضلعې ډېرې ځپل شوې. له هغو ځایونو څخه په لکونو خلک کډه شوي چې په عارضي کیمپونو کې ورته خیمې وهل شوې دي.