په هيلمند کې ۱۵پخوانۍ ښځینه پولیسې کار ته ورګرځېدلې
![په هيلمند کې ۱۵پخوانۍ ښځینه پولیسې کار ته ورګرځېدلې](https://gdb.rferl.org/09870000-0aff-0242-b14b-08da9bd3cda7_tv_w800_h450.jpg)
د افغانستان په هيلمند ولایت کې طالب چارواکو ۱۵ پخوانۍ ښځینه پولیس والا بېرته په دندو ګمارلي دي. تر ۲۰۲۰م کال د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د کورنیو چارو په وزارت کې خوا او شا ۴۰۰۰ ښځینه پولیسو کار کاوه. خو د ۲۰۲۱م په اګست کې د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو په ښځو محدودیتونه ولګول او د پخواني حکومت دولتي ادارو کې کارکوونکو زیاتره ښځو ته یې هم امر وکړ چې په کورونو کې دې کښیني.
تفصیل د اسوشيېټېډ پریس اژانس په دې رپورټ کې