د هند په شمال کې د توفاني هوا له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي
د هند په شمال کې چارواکو پرون وویل چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د توفاني هوا له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي.
په دې ډله کې ۱۲ کسان د تالندې له کبله مړه شوي او چارواکو خبرداری ورکړی، چې په راروانو ورځو کې به د اورښتونو شدت لا پسې زیات شي.
په شمالي ایالت اترا پردېش کې ۲۴ کسان هغه وخت مړه شول، چې کورونه یې تر سختو اورښتونو وروسته ونړېدل.
په دغه ایالت کې د یوې اوونۍ په موده کې د تالندې له کبله د مړو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.