ستانکزی: پاکستان دې پر افغانانو تجارت نه کوي
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سېپټېمبر پر ۲۳مه د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې القاعده، اسلامي دولت (داعش)، تحريک طالبان پاکستان او نورې نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې "خوندي ځايونه" لري.