پر طالبانو د هشت صبح ورځپاڼې د انټرنېټي پاڼې د ډومین بندېدو ادعا شوې
هشت صبح ورځپاڼې نن په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د مخابراتو وزارت خلکو ته د دغې شبکې له لارې د معلوماتو رسېدو انټرنېټي صفحه بنده کړې ده.
په بیان کې د دې ورځپاڼې د یوه کارکونکي له خوا ویل شوي چې د طالبانو حکومت دا کار د سیاسي انګېزې له مخې کړی دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.