کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستو نوې بسته رسېدلې
د افغانستان بانک په یوه ټویټ کې د نړیوالې ټولنې له خوا د قانوني او منل شویو میتودونو له لارې هېواد ته د بهرنیو اسعارو د راتګ د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کوي چې دا ډول مرستې دې د بانکي سکتور له لارې اداره شي.