امريکا: اوکرايين ته نږدې د روسيې لهخوا د اټومي وسلو کارولو ته تياری نهشو تأييدولی
د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لارا کوپر پرون (د اکتوبر ۴مه) وویل دې، په دې اړه چې روسیې ښايي تاکتیکي اټومي وسلې په اورګاډي کې لېږدولي وي، تر اوسه یوازې د ښکاره سرچینو په اساس راپورونه لیدلي دي او زیاته یې کړه چې د امریکا پوځ داسې څه نهدي لیدلي چې د خپلو اټومي وسلو په دریځ کې بدلون راولي.
په دې اړه پرون د سپینې ماڼۍ له ویاندې کارین ژان پیرې څخه هم وپوښتل شول او هغې په ځواب کې وویل چې متحدایالات د اټومي وسلو مسئلې ته په ډېر جدي نظر ګوري خو هغې زیاته کړه چې تر اوسه داسې نښې نښې نه دي لیدل شوي چې روسیه به حتما په اوکرايین کې له اټومي وسلو کار اخلي.