د خوړو نړيوال پروګرام: روان کال مو ۲۱ ميليون افغانانو ته مرستې وېشلي
WFP په یوه ټویټ کې ویلی چې، د دغو مرستو وړتیا یې د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د خپلو شریکانو د مرستو پرمټ ترلاسه کړې او له سخاوتمندانه مرستو یې مننه کوي.
که څه هم نهدي ویل شوي چې امریکا له دغه پروګرام سره څومره مرسته کړې خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ تېره اونۍ وویل چې، د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره یو میلیارد او سل میلیون ډالره بشري مرسته کړې ده.