اوکراييني پوځيانو د اشغال شويو سيمو د ازادولو لپاره ځوابي بريدونه ډېر کړي
دې بدلون د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن دې ته اړ کړ چې خبرداری ور کړي چې د کرملین له لورې د اټومي وسلو د استعمال خطر په تېرو شپږو لسیزو کې تر بل هر وخت زیات شوی دی.
ولسمشر بایډن پرون په نیویارک کې وویل، پوتین ټوکې نهکوي.
روسیې تېره اوونۍ نړیوال قانون تر پښو لاندې کړ او د اوکرايین څلور سیمې یې له خپلې خاورې سره الحاق کړې.
ولسمشر پوتین چې نن خپله اویایمه کلیزه لمانځي وویل، پر دغو سیمو د اوکرايین برید ته مسکو په دې سترګه ګوري لکه په روسیې چې حمله کوي او د خپلې دفاع لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.