زلنسکي: روسیې پر کییف او یو شمېر نورو ښارونو بریدونه کړي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وايي، روسیې د ملکیانو د وژنې په هدف پر کییف او یو شمېر نورو ښارونو ننني بریدونه کړي دي.
په اوکراین کې ننني بریدونه پر پلازمېنه کییف، خارکیف، دنیپرو، لفیف او تیرنوپیل ښارونو باندې شوي دي.
د اوکراین چارواکو ویلي، روسیې نن د دوی پر خاوره له اتیاوو زیات توغندي ور ویشتلي چې ملکي اهداف او د انرژۍ تاسیسات یې په نښه کړي دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت یوه سلاکار روستسلاف سمیرنوف ویلي، په کییف کې یوازې یوه برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
لوېدیځو اژانسونو په ټولو نننیو بریدونو کې د لسو کسانو د وژلو او شاوخوا شپېتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
زیلینسکي په یوه ټویټ کې ویلي چې روسیې له بې پیلوټه الوتکو څخه په استفادې پر اوکراین ۷۵ توغندي ویشتي چې څه باندې نیمایي یې د اوکراین د هوایي مدافع ځواک له لوري له منځه وړل شوي دي.
نوموړي ویلي چې په دغو حملو کې چې له ایراني بې پیلوټه الوتکو هم کار اخیستل شوی، ملکي وګړو ته ډېره مرګه ژوبله اوښتي.
تر دغو بریدونو وروسته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته په یوه ویډیوي پیغام کې وویل: "اوکراین کې نننی سهار ډېر ستونزمن و. مونږ له ترهګرو سره مخامخ یو. پر اوکراین لسګونه توغندي راغلي. د شاهد په نوم د ایران له جوړو شویو وسلو هم کار اخیستل شوی دی، دوی دوه هدفونه ویشتلي، ملکیان او یا د انرژۍ تاسیسات."
زلنسکي ویلي، روسیه هڅه کوي چې اوکراین د ځمکې له مخه پاک کړي.
ده تور پورې کړی چې روسیه په دې کړنو سره د دولت په کچه ترهګري کوي او د اصلي خبرو خنډ ګرځي.
په مسکو کې بیا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دغه بریدونه د ده په ټکو د اوکراین د ترهګریزو بریدونو غچ اخیستنه یاده کړې ده.
پوتین پر هغه اتلس کیلومتره اوږده پله د تېرې جمعې ورځې برید د اوکراین ترهګریز عمل بللی دی چې کریمیا ټاپوزمه د روسیې له اصلي خاورې سره نښلوي.
پر اوکراین نننیو بریدونو د لوېدیځو قدرتونو غبرګونونه هم پارولي دي.
ټاکل شوې د ۷ سترو صنعتي هېوادونو مشران نن د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره بېړنۍ غونډه جوړه کړي.