د هلمند يو شمېر هټيوال: لوړې ماليې مو پر کاروبار منفي اغېز کړی
د هلمند هټیوال وايي د طالبانو د حکومت لهخوا لوړ ټیکس او د توکو لوړو بیو يې پر کاروبار منفي اغېز کړی چې له امله يې په ګټې وټې کې له پنځوس څخه تر اویا سلنې کموالی راغلی دی.
بلخوا په هلمند کې د طالبانو د حکومت د مستوفیت چارواکي د مالیاتو زیاتوالي نهمني او وایې د تېرو باقیاتو تحویلي خلکو ته د مالیاتو زیاتوالی ښکاري.
نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: