ايلن ماسک شرکت: نور اوکراين ته وړيا انټرنټ نهشو ورکولی
ياد شرکت د امریکا له دفاع وزارته غواړي چې اوکراین ته د سپوږمکۍ له لارې د انټرنټ لګښت ورکړي.
د سپېس ایکس کمپنۍ د سپوږمکۍ له لارې انټرنټي خدمات په داسې حال کې چې د روسیې د یرغل له کبله د دغه هېواد د ټیلفون او انټرنټ شبکې پرچاو شوې، د اوکراین د پوځ لپاره د ارتباطاتو په خاطر مهمه او حیاتي سرچینه ګڼل کېده.